اقليمي بدلون څه شى دى؟
اقلیمي بدلون
پیل به له یوې پوښتنې وکړو: اقلیمي بدلون ولې دومره جدي موضوع ده؟ په لنډه کې به ووایو چې: ځکه چې اقلیمي بدلون انسانان، حیوانات او نور ډیر ژوندي سري متضرره کوي. (منابع)
د انسانانو لپاره د اقلیمي بدلون پایلې په لاندې ډول دي:
د خوراکي توکو او اوبو کمښت
ډیر خلک به اقلیمي مهاجر شي
ډیرې صحي ستونزې
د خلکو په دندو او ژوند باندې منفي تاثیرات
نو راځئ چې هڅه وکړو او زده کړو چې ولې باید د اقلیمي بدلون پاملرنه وکړو.
راځئ چې له خوراکي توکو یې پیل کړو. خوراکي توکې اړین دي.
هغه بوټي او نیالګي چې مونږ یې د خوراک لپاره کرو، لکه غنم (چې ډوډۍ ترې پخوو)، وریژي، سبزيجات، او میوې دغه ټولو ته حاصلات وایو.
تاسې څنګه فکر کوئ چې د حاصلاتو وده به د اقلیمي بدلون لخوا اغیزمنه شي؟
حاصلات به هر چیرې ژر وده وکړي، نو هر ځای به ډیر خواړه وي.
حاصلات به کمه وده وکړي او د سختې هوا لخوا به وځپل شي، نو خواړه به هم کم پیدا کیږي.
حاصلات به په ځینو ځایونو کې زیات شي او په ځینو نورو سیمو کې به کم شي.
په ځینو ځایونو کې به د ځینو حاصلاتو لپاره به اقلیمي بدلون د هغوی وده زیاته کړي. دا ځکه چې د ځینو سیمو لکه اروپايي سیمو لپاره د حرارت ګرمه درجه او د کاربن ډای اکسایډ تمرکز د هغوی پر وده ښه اغیز کوي. (منبع). ځو نورو سیمو حاصلات به ډیر کم شي په ځانګړي ډول د استوا کرښې چارچاپیره سیمې.