ایا د ګلخانو غازونه له منځه وړلی شو؟
هو! نباتات هر وخت دا عملیه مخته وړي: چې دې ته فوتوسنتیسیز (photosynthesis) ویل کیږي. دوی له هوا څخه کاربن ډای اکسایډ ځان ته جذب کوي او په بدل کې یې اکسیجن تولیدوي. ایا مونږ دغه یا نور پړاوونه کارولی شو چې د انسانانو لخوا رامنځته شوي کاربن ډای اکسایډونه له منځه یوسو؟
ځیني ټولنې داسې ماشینونه جوړوي چې له هوا څخه کاربن ډآی اکسایډ وباسي، خو په اوس وخت کې دا طریقه ډیره ګران بیه او قیمت بیه تمامیږي، چې د یو ټن کاربن ډای اکسایډ منځه وړلو لپاره تر ۱۰۰ ډالرو ډیر لګښت غواړي. دغه ماشینونه له هوا څخه کاربن ډای اکسایډ (CO2) را بهر کوي. او بیا ترې يا په فارمونو کې، چې سون توکې او نور توکې ترې جوړ کړي ورڅخه ګټه اخلي یا يې هم په مستقیم ډول ذخیره کوي خو د کاربن ډای اکسایډ ذخیره کول وروستیو کې منفي تاثیرات درلودلی شي.
بله بدیله لار یې د بایو انرژي او د کاربن ښکار کول او ذخیره کول دي چې انګلیسي کې ورته Bio-Energy and Carbon Capture and Storage (BECCS) ویل کیږي. په دې طریقه کې نباتات کرل کیږي ترڅو کاربن ډای اکسايډ جذب کړي او بیا یې سوځوي چې انرژي ترې لاسته راوړي، د بېلګې په ډول، برېښنا ترې ترلاسه کړي. د سوځیدو په مرحله کې بیا کاربن ډای اکسایډ خپریږي خو بیا د انسانانو لخوا جوړ شویو ماشینونو په مرسته ښکار کیږي او ذخیره کیږي، چې په پایله کې په هوا کې د کاربن ډای اکسایډ کچه کمیږي.
د BECCS په طریقه کې یوه ستونزه دا ده چې که په لویه کچه دغه طریقه پلي کوو نو د دې لپاره د زیاتو نباتاتو کرلو ته اړتیا ده او د دومره نباتاتو کرلو لپاره زیاته اندازه ځمکه پکار ده او په دې سربیره زیاته اندازه انرژي هم تولیدوي. د حل یوه لار چې خلکو په کار اچولې دا ده چې د جلبک په نوم له سمندري نبات (Alga) څخه ګټه واخلي ځکه چې دا نبات په اوبو کې په ډیرې چټکۍ سره وده کوي.
د ونو او نیالګیو کینول یې دریمه بدیله لار ده او ډیره مروجه هم ده. ځیني ساینسپوهان په دې نظر دي چې د ونو په مرسته له هوا څخه د کاربن ډای اکسایډ خارجول دا مرسته کولی شي چې د نړیوالې تودوخې وده سوکه کړي، خو نور بیا په دې نظر نه دي. دوی وایې که په سمه طریقه وشي، نو د ونو کرل له نباتي محیط ( biodiversity ) سره مرسته کولی شي، خو که په سم ډول اجرا نشي نو منفي تاثیرات له ځان سره لرلی شي. په اوس وخت کې ډیری سازمانونه د ونو کرلو او نیالګیو کینولو ټولنو سره همکاري کوي.