ایا په چاپېریال کې له کاربن ډای اکسایډ پرته د ګلخانو نور غازونه شته؟
کاربن ډای اکسایډ (CO2) د نړيوالۍ تودوخې ۸۲٪ جوړوي چې د انسانانو له امله جوړ شويو د ګلخانو ګازونو څخه رامنځته کیږي. دا ګازونه اکثره د انرژۍ، ترانسپورټ، صنعت، زراعت او نورو سرچینو څخه رامنځته کیږي. خو دا نوره ۱۸٪ تودوخه له کومه ځایه راځي؟
میتان (CH4) د ګلخانې غازونو دوهم مهم غاز دی چې د نړېوالې تودوخې ۱۰٪ جوړوي. دا غاز هم د کاربن ډای اکسایډ په څیر له بېلابېلو سرچینو لکه صنعت او غوښې تولید څخه رامنځته کیږي.
نایټروس اکسایډ (N2O) د نړېوالې تودوخې ۶٪ مسئول دی. دا غاز عموماً له زراعتي محصولاتو څخه ، خو د فاضله اوبو پاکولو همدارنګه د د نورو صنعتي فعالیتونو په جریان کې هم رامنځته کیږي. خو له نیکمرغه دې ته چاره شته چې څرنګه له فارمونو څخه د N2O خپریدل کم کړي. د بېلګې په ډول په امریکا او چين کې دغې ستونزې ته حل لار پیدا شوې ده.
جالب حقیقت: د اوبو بخار هم د ګلخانو په غازونو کې راځي او په اتموسفیر کې په طبیعي ډول ښه پریمانه موجود دی!!!
Tag:چاپیریال_ساتنه