د افغانستان خلک د اقليم د ويجاړونکو اټکلونو پر څنډه ولاړ دي
د DW راپور په اساس د ملګرو ملتونو سازمان وایي افغانستان کې د بدلېدونکي اقلیم د ویجاړوونکو اغیزو د مخنیوي لپاره باید بیړني ډلیز ګامونه پورته شي.
دغه سازمان چې خپله خبرپاڼه د کوپ ۲۷ (COP27) غړو هیوادونو د کنفرانس د پرانیستې په ورځ خپره کړې ویلي د افغانستان خلک د اقلیم د ویجاړونکو اټکلونو پر څنډه ولاړ دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان کې اقلیمي ستونزو د ډیرو نورو برخو تر څنګ یې اقتصادي پرمختیا او د خوړو خوندیتوب سخت اغیزمن کړی او د مهاجرت لامل ګرځیدلی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشردوستانه چارو همغږي کوونکي رامیز الاکبروف وویل: «د دغو اقلیمي ننګونو تر ټولو ډیر زیان عامو افغانانو ته رسیږي».
نوموړي وویل: «د افغانستان لپاره اوس اقدام ته اړتیا ده. موږ انتظار نشو کولی. افغانان د انتظار وخت نه لري. ټولې خواوې دې ګډه زمینه او ګډ لامل پیدا او د یو باثباته راتلونکي افغانستان لپاره دې کار وکړي. موږ باید دا هم روښانه کړو چې دا ستونزه یوازې په افغانستان پورې ځانګړې نه ده. دا یوه لویه سیمه ییزه مسئله ده، او اوس په افغانستان کې د څه نه کولو ناکامي به د ټولې سیمې د اقلیمي چارو پر وړاندې د پام وړ خنډ رامنځته کړي.»
په دغې خپر پاڼه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش پر COP27 کنفرانس غږ کړی چې د راتلونکې «پریکنده لسیزې» لپاره د ګړنديو او زړورو اقلیمي اقداماتو بنسټ کیږدي. ګوتیریش ویلي «یا به د اقلیم نړیواله جګړه وګټل شي او یا به وبایلل شي.»
د کوپ ۲۷ غړو هیوادونو کنفرانس چې هر کال د نړۍ د اقلیمي او چاپیریالي ستونزو لپاره ترسره کیږي، سږ کال یې د نومبر له ۶ بیا تر ۱۸ مې مصر کوربتوت کوي.
Tag:اقليمي بدلون