د سون توکې او نفت څرنګه کاربن ډای اکسایډ (CO2) جوړوي؟
د سون توکې لکه د ډبرو سکاره، تیل او ګازونه په نړيواله تودوخه باندې لوی اغیز لري. نو دلته به پوه شو چې څرنګه نفتي او سون توکې کاربن ډای اکسایډ جوړوي.
نفتي مواد په خپل ترکیب کې کاربن او هایدروجن لري، چې دا دواړه کیمیاوي مواد دي. کله چې دوی وسوځي او هوا ته پورته شي، دوی په هوا کې له یو بل عنصر یعنې اکسیجن سره بیا یوځای کیږي. دوی بیا دوه نوي مالیکولونه جوړوي:
• اوبه
• کاربن ډای اکسایډ
د دوی د پروسې د ښه وضاحت لپاره لاندې شکل وګورئ:
اوبه چې تاسې ډیری ورسره اشنا یئ له H2O څخه ترکیب شوي، چې دوه هایدروجن (2Hydrogens) او یو اکسیجن (1Oxygen) لري.
کاربن ډای اکسایډ (CO2) له یو کاربن (1Carbon) او دوه اکسیجنونو (2Oxygens) څخه جوړ شوی دی. په دې دواړو کې، اکسیجن له هوا څخه راغلی. کاربن او هایدروجن له نفتي موادو، تیلو او ګازونو څخه رامنځته شوي دي.
په لنډ ډول که ووایو: نفتي مواد + دوه اکسیجن = کاربن ډای اکساید + اوبه
په ریاضیکي حساب مساوي کیږي له
O2 -> CO2+H2O + نفتي مواد