په هوا او چاپېریال کې څومره کاربن ډای اکسایډ (CO2) دی؟
تاسو د کاربن د دوران په اړه خبر یاست؟ نباتات کاربن ډای اکسایډ ځان ته جذب کوي او اکسیجن تولیدوي. مونږ اکسیجن تنفس کوو، او کاربن ډای اکسایډ تولیدوو، چې وروسته بیا همدا کاربن ډای اکسایډ د نباتاتو په مرسته جذبیږي… له دې هم نور پیچلی سیستم لري، خو ساده مفکوره دا ده چې کاربن ډای اکسایډ د اتموسفیر او د ځمکې پرمخ مخلوق ترمنځ دوران کوي. د ښه پوهیدو لپاره لاندې انځور وګورئ:
په اتموسفیر کې کاربن ډای اکسایډ په مکمله توګه نورمال حالت کې دی. خو د پوښتنې وړ دا ده چې دې دوران ته مونږ څومره اضافي کاربن ډای اکسایډ ور زیاتوو؟ نو څومره به وي؟
نن ورځ، په اتموسفیر کې له هر یو میلیون مالیکولونو څخه ۴۱۵ یې کاربن ډای اکسایډ دي. چې په ۱۷۵۰ کال کې د انسانانو لخوا د ور اضافه کېدو څخه وړاندې دا شمیره ۲۸۰ وه. دغې اندازې ته (ذرې په یو میلیون کې یا parts per million او یا PPM ) ویلی شو.
خو له بده مرغه، اتموسفیر ته چې مونږ کوم مقدار کاربن ډای اکسایډ ور زیاتوو په نړیواله کچه لاپسې زیاتیږي. چې په ۲۰۱۸ کال کې مو ۳۷ ملیارده ټنه ور اضافه کړي او دا د ۲۰۱۷ کاله څځه ۳٪ لوړ دي.
ځوانانو! تاسو د اقلیمي بدلون لپاره څه کولی شئ؟
د بدلون لپاره عمر شرط نه دی، عمر (ځواني یا ماشومتوب ) مو د دې مخه نشي نیولی چې بدلون به را نه وړی. ګريټا تونبرګ چې یوه ماشومه جینۍ ده، دا ثابته کړه چې ماشومان او ځوانان څرنګه بدلون راوړي. او مونږ هر یو کولی شو چې نړۍ کې بدلون رامنځته کړو.
دلته مو ځینې لارې چارې ذکر کړي چې مونږ تاسې سره مرسته کولی شي.
1. تشویق او هڅونه: څیړنې ښودلې ده چې ماشومان کولی شي په ډيره غوره توګه خپل مور او پلار دې ته وهڅوي چې د اقلیمي بدلون لپاره مبارزه وکړي. خپل مور او پلار، ملګرو، ګاونډیانو، او استادانو ته مو ووایاست چې اقلیمي بدلون حقیقي او عاجل دی، چې لوی اغیز په مونږ کولی شي. یوازې دا مه ورته تشریح کوئ چې څه شی پیښيږي بلکې ورسره څنګ کې دا هم ورته واضح کړئ چې ولې پیښيږي. رښتيني حقایق، او ناورینونه چې په نړۍ کې واقع شوي ورته را وسپړئ ترڅو په بحث کې درسره ملاتړ وکړي.
[dflip id=”12051″ ][/dflip]