څه به وشي که نن ټول هغه کاربن ډای اکسایډ چې هوا ته پورته کیږي په ټپه ودروو؟
څه به وشي که نن د کاربن ډای اکسایډ د خپریدو مخه ونیسو؟ ځینې څیړنې ښيي چې د تودوخې نړيواله درجه به په اوسنۍ کچه پاتې شي. نور بیا وایې چې د تودوخې د زیاتیدو امکان نور هم زیاتیږي ځکه چې کاربن ډای اکسایډ په اتموسفیر کې په طبیعي ډول له ۵ تر ۲۰۰ کالونو پورې پاتې کیږي، په دې ټوله موده کې به ځمکې ته د تودوخې انعکاس صورت مومي.
میتان لپاره بیا ښه خبر دا دی چې میتان له تموسفیر څخه د ۱۲ کالونو په موده کې په طبیعي ډول له منځه ځي.
که مونږ لا نور غازونه هوا ته خپروو، څرګنده ده چې تودوخه به لاپسې زیاتیږي، د ټولو غازونو هوا ته خپرولو پروسې بندول ناممکن دي. د دې پر ځای مونږ باید د غازونو د خپریدو پروسه په چټکۍ را کمه کړو، او څومره مو چې له وسه پوره وي باید له منځه یې یوسو. که چیرې مونږ دا ټول څومره چې مونږ لرو او له منځه یې یوسو، دا په دې مانا چې مونږ هوا ته صفر سلنه یا هیڅ غازونه نه دي لیږدولي چې انګلیسې کې ورته د Net-zero emissions ویلی شو. Net-zero دا مانا څومره غازونه چې مونږ هوا ته لیږو د همدې معادل مونږ باید له چاپېریال څخه پاک کړو. د ښه وضاحت لپاره لاندې شکل وګورئ:
خو له بده مرغه، په اوس وخت کې مونږ هوا ته د هیڅ غازونو لیږد یا net-zero emissions څخه بیخي لرې یو.
Tag:چاپیریال_ساتنه