Back

د استاد یا لیکچرر په حیث نوملیکنه

زمونږ ویبپاڼه کې استادۍ دنده واخلې او هیوادوالو ته خدمت وکړئ

مونږ هڅه کوو تاسو ته سپانسر شیپ او مالي ملاتړ کوونکي پیدا کړو ترڅو خپل عاید هم ولرئ او د افغانستان غریبو خلکو ته د وړیا زده کړو زمینه هم برابره شي. د استادانو لپاره د Donation  همکارۍ لړۍ به ژر پیل شي. او د دې ترڅنګ تاسو مستقیماً د خپل یوټیوب چینل څخه هم عاید لاسته راوړلی شئ. هڅه وکړئ چې د نړۍ او د پرمختللو هیوادونو نصاب او ویډیو ګانې را وژباړئ. د لیکچر جوړولو لپاره سکرین ریکارډینګ سافټویر لکه Camtesia وکاروئ خو د دې سافټ ویر انسټالول په پیسو دي مونږ سره اړیکه ونیسئ چې وړیا یې تاسو ته درکړو.

د کورس جوړولو لپاره لاندې ویډیو وګورئ

زمونږ د رهبرۍ ټیم

څرنګه استاد جوړیدلی شئ؟

بس په هر هغه موضوع کې چې تاسې پرې پوره برلاسې وی، هغه موضوع کې لیکچرونه برابر کړئ

Please login to send your request!
مونږ هڅه کوو چې په نیږدې راتلونکې کې تاسو ته مالي ملاتړ کوونکي پیدا کړو خو تر هغه وخته پورې د ټولنې د خیر او هغوی ته د خدمت په موخه هرڅومره چې په هره موضوع کې مهارت لرئ، خپل درسونه برابر کړئ او افغانانو ته یې وړیا ورسوئ. تاسو کولی شئ چې په مخامخ فورم کې خپله نوملیکنه وکړئ او د استاد په حیث د ویب پاڼې غړی شئ چې تاسې به وکولی شئ خپل کورس پالیسي، نصاب ، څپرکي، لیکچرونه، کورنۍ دندې، ټیسټونه او ازموینې په څلور ځوابه، صحیح غلط، خانه خالي او نورو بیلابیلو بڼو سره برابر کړئ. مننه او درنښت
تر هرڅه د مخه باید تاسو د استاد په حیث ثبت نام وکړئ ورپسې باید کورس پالیسي یا درسي مواد چمتو کړئ د هر زده کوونکي پوښتنو او کومینټونو ته په وخت ځواب ورکړئ. په درسي توکو کې باید سیاسي جنجالي موارد ځای پر ځای نشي. هر کورس باید ازموینې ولري ترڅو محصل په پوره چمتووالې سره درس ویلی وي او مونږ لخوا ورکړل شوی سرټیفیکټ د دوی له کاري دندې سره مرسته وکړي. مننه او درنښت
که تاسو د کورس جوړونې او ویډیویي لیکچر جوړولو یا پرزینټیشن برابرولو سره اشنا نه وئ. نو مونږ تاسو ته د هغه اړین کورسونه چې د استاد د لیکچر جوړولو لپاره ضروري دي چمتو کړي، هغه تعقیب کړئ او له هغوی څخه په استفادې خپل کورسونه جوړ کړئ مننه او درناوی
Enable Notifications OK No thanks