فایور یو ویب سایت یا پلتفورم دی چې په هغه کې تاسو کولی شئ یو دوکان یا د خدماتو مرکز پرانیزئ او په توله نړۍ کې ځان ته مشتریان پیدا کړئ. یعنې که چیرې تاسو په یوه خاصه برخه یا رشته کې تخصص او تجربه لرئ کولی شئ خپلې وړتیا وپلورئ او د عاید لاسته راوړلو لپاره یې د ځان او کورنۍ په ګټه تمام کړئ.
تاسو کولی شئ چې په هره برخه کې خپلې وړتیاوې تر نړیوالو ورسوئ. مونږ درته د دې پلټفورم په اړه پوره وضاحت په همدې کورس کې درکړئ چې څرنګه تاسو د خدماتو مرکز پرانیستلی شئ. مثلاً: که په لاندې برخو کې تخصص او کافی اندازه مهارت ولرئ نو ډیرې پیسې به لاسته راوړئ:
- ګرافیک دیزاین
- ژباړه
- فوټوشاف
- کورل ډراو
- لوګو ډیزاین
- نقاشۍ
- انلاین زده کړو ورکولو استادۍ مهارت
- مدیریت
- مارکیټینګ
- ټولنیزې رسنیو مهارت
او په سلګونو نورو مهارتونو او وړتیاوو کې هر څه کې چې پوره تجربه ولرئ. خپل کاروبار پکې کولی شئ.
Course Features
- Lectures 22
- Quizzes 0
- Duration 50 hours
- Skill level All levels
- Language English
- Students 12
- Certificate Yes
- Assessments Yes